د مکسيکو دفاع وزير ساندوال د سپتمبر په ۱۷مې نېټې خبري رسنيو ويلي، چې د هېواد په شمال لوېديځ سينالويا ايالت کې د روانې میاشتې له نهمې نېټې راهيسې د زورزياتي پېښې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه دېرش تنه وژل شوي دي.
نوموړي ويلي، ځواکونو يې د دغو پېښو په تړاو د جنايي ډلو ۳۰ غړي او ۱۱۵ ټوپکونه نيولي دي.
د مکسيکو حکومت په شمال لوېديځ سينالويا ايالت کې امنيتي کنټرول او د خلکو د خونديتوب ساتنه پياوړې کړې او د پېښو د کمېدو لپاره يې هڅې پېل کړې دي.