د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کوريا او چين د پارلماني غړيو د اتحاد له مشر کيم تای نيون سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
وانګ يي ويلي، چين له کوريا جمهوريت سره خپلې تګلارې ثابتې ساتلي او هيله يې ښودلې، چې کوريا جمهوريت هم له چين سره پر يوه لوري ګامونه پورته کړي، د ډيپلوماتيکو اړيکو د لا ټينګېدو په پار ښه نيت وښيي او خپلمنځي ښه ګاونډيتوب او سياسي متقابل باور ټينګ وساتي، څو خپلمنځي اړيکې يې په دوامداره توګه ثابت او سوله ييز پرمختګ ومومي.
وانګ يي زياته کړې، چين به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتياوو لپاره هڅې وکړي او د کوريا جمهوريت د وګړيو هرکلی یې کړی، چې چين ته سفر وکړي.
د کوريا جمهوريت د پارلمان غړو ويلي، چې هېواد يې غواړي، له چين سره ستراتيژيکي تبادلې ژورې کړي، د خلکو ترمنځ یې تګ راتګ زيات شي، خپلمنځي همکارۍ او فرصتونه سره شریک کړي او د شمال ختيځې اسيا د سولې او ثابت لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.