د مصر ولسمشر عبدالفتح السیسي د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره کتلي او په غزې کې د اوربند د ډيالوګ د هڅونې په پار يې ورسره خبرې کړې دي.
انټوني بلينکن له مصري چارواکو سره د خبرو په پار قاهرې ته تللی دی.
دواړه خواوې ګډ نظر ته رسيدلي او خپله ګډه لایحه یې په غزې تړانګې کې د تلپاتې سولې او ارامتیا د عملي کېدو لپاره اړينه او مهمه بللې ده.
دوی د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د اوربند خبرو اترو د بیا پیل، د يرغملو او بنديانو د تبادلې او د بشري مرستو د لیږدولو د هڅونې په برخه کې د مصر، قطر او امریکې پر همکاريو هم خبرې کړې دي.
السیسي ويلي، چې هېواد یې د سیمې ترینګلتیا له سختېدو سره مخالفت کوي او د لبنان د امنیت، ثبات او حاکمیت له ساتلو څخه ټينګ ملاتړ کوي.