په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو دویمې څپې کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپيان دي
CMG2024/09/19 11:54:35
شريکول:

د لبنان د عامې روغتيا وزارت بېړني عملي مرکز د سپتمبر په اتلسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د همدې ورځې په مازدېګر د دغه هېواد په څو ځايونو کې د پېجرونو د چاودنو له امله څوارلس تنه وژل شوي او ۴۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا د روانې مياشتې په ۱۷مې نېټې په لبنان کې د پېجرونو له چاودنې وروسته دوهمه څپه ده، چې ګڼو کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

د لبنان خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د هېواد د پلازمېنې په جنوبي څېرمه، د جنوبي او ختيځو برخو په څو سيمو کې هغو پېجرونو چاودنې کړي، چې د جاپان لخوا توليد شوي دي.

غاټول