په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال دای بينګ د سپتمبر په اتلسمې نېټې د سوډان مسئلې په تړاو يوې علنۍ غونډې ته په وينا کې د دغه هېواد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې په سړې سېنې او زغم د وضعيت د ښه کېدو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي او د دښمنانه عملونو د لا شدت او د لاسختو ناورينونو مخه دې ونيسي.
نوموړي ويلي، د سوډان چټکو ځواکونو له تېرې اوونۍ راهیسې پر فاشيل ښار ډېر بريدونه کړي، چې له امله يې ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې او ډېری یې بې کوره شوي او دغه راز بشري ناورين پکې لاسخت شوی دی.
دای بينګ د سوډان د شخړې پر اړوندو خواوو غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه ليک عملي کړي او پر فاشيل ښار کلابندي او بريدونه پای ته ورسوي.