اوکراين د امنيتي او دفاعي بوديجې لګښت زياتوي
CMG2024/09/19 10:47:23
شريکول:

د اوکراين ماليې وزارت پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پارلمان په همدې ورځ د بوديجې تعديل نامه تصويب کړې او د ملي امنيت او دفاع لپاره يې شاوخوا ۱۲ ميليارډه ډالره لګښت زيات کړی دی.

د اوکراين د پارلمان غړي جاروسلاف ژلېزنياک په همدې ورځ پر ټوليزو رسنيو ويلي، چې د بوديجې تعديل نامې د تصوبېدو لپاره د پارلمان ۲۲۶ رايو ته اړتيا درلوده، خو په ټوله کې يې ۲۹۸ رايې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ويلي، د يادې تعديل نامې په تصويب سره به د اوکراين د ملي امنيت او دفاع د سږنۍ بوديجې اندازه ۹۰ ميليارډو ډالرو ته ورسيږي او نوی ريکارډ به جوړ کړي.