په لبنان کې د کنټرول شويو لاسي بمونو چاودنې: په منځني ختيځ کې د شخړو نوی عصر
CGTN2024/09/19 14:40:01
شريکول:

 د سپټمبر په ۱۷مه نېټه لبنان د پلازمينې په ګډون په مختلفو سيمو کې د لاسي بمونو لويو چاودنو ولړزاوه. په غبرګون کې يې حزب الله ډلې د بريدونو پړه د يوې اعلامیې په خپرولو سره په بشپړه توګه د اسرائيلو پر غاړه ور واچوله خو د اسرائيلو حکومت لا په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په لبنان کې د چاودنو وخت او ډول ګڼ شمېر داسې پوښتنې را ولاړې کړې دي چې ايا د اسرائيلو – لبنان اوږده شخړه نوې مرحلې ته داخله شوې او که ان په لوړه کچه د سيمه ييزو شخړو ډول بدل شوی دی.

د شخړو نوی ډول؟

د لاسي بمونو کنټرول شوې چاودنې په سيمه کې د نظامي عملياتو په ډول کې بشپړ بدلون ښيي. په تاريخي لحاظ د اسرائيلو او لبنان په شخړه کې له دوديزو جګړه يیزو ميتودونو لکه له سرحدونو بهر بريدونو، راکټي او هوايي بريدونو څخه کار اخيستل کيږي. وروستۍ چاودنې له نظامي ښکېلتيا پرته په پراخه کچه د ويرې خپرولو لپاره ډيزاين شوی د جګړې نوی مېتود دی.

د لبنان چاودنې د شخړو له دوديز ميتود څخه په دې کې هم توپير لري چې په ورته نظامي عملياتو کې ملکي وګړو ته دروند رواني زيان اوړي. د کنټرول شويو لاسي بمونو چاودنې د غير مترقبه ګواښ پېښولو نوی ډول معرفي کوي.

له ليرې واټنه د کنټروليدونکو چاودنو له کبله د شديدې اسيب پذيرۍ يو نوی احساس رامنځته کيږي، ځکه ملکي او نظامي خلک ټول دا اندېښنه لري چې له ټولو ورځنيو عادي توکو د وسلې په توګه استفاده کېدای شي. د شخړو او جګړو د دغه نوي ډول له رواني اغېزو انکار نه شي کېدای، ځکه د جګړو دغه ډول د ويرې او بې باورۍ داسې احساس رامنځته کوي چې د جګړې له عامو تکتيکونو لکه راکټي بريدونو او ځمکنيو حملو سره توپير لري.

پر دې سربېره د دغه ډول بريدونو مخنيوی او پر وړاندې یې غبرګون ښودل خورا ګران کار دی او د نظاميانو تر منځ مخامخ ټکر ته پکې لږه اړتيا پيدا کيږي. د لبنان د وروستيو چاودنو په څېر بريدونو پټ ماهيت د دې سبب کيږي چې د جګړو باالقوه دولتي يا غير دولتي عاملين د بېړنۍ غچ اخيستنې پر ځای په مخفي مېتودونو سره د تاوتريخوالي لمن پراخه کړي.

که په سيمه کې د جګړې دغه مېتود لا پسې عام شي، نو د هېوادونو ملي امنيتونه به له مخامخ جګړو پرته، په پاشلو او کم لګښته بريدونو سره کمزوري کړي.

پراخې اغېزې: د تاوتريخوالي پراخېدل او سيمه ييزې پايلې

د اسرائيلو او لبنان د روانې مناقشې په لړ کې، په لبنان کې وروستۍ چاودنې مهمې پایلې درلودلی شي. تر ټولو ډيره ممکنه او لومړنۍ پايله خو یې دا ده چې د اسرائيلو او لبنان کړکېچنې اړيکې به لا پسې کړکېچنې کړي. دغه راز د اسرائيلو پر خلاف د حزب الله بېړنی ځوابي بريد به د تاوتريخوالي کړۍ هم پراخه کړي، ځکه له لسيزو راهيسې همدا د اسرائيلو او لبنان د اړيکو مشخصه ده.

که چيرې اسرائيل ان د لبنان په چاودنو کې مستقيم مسووليت ونه لري هم، د حزب الله عامې ادعاوې او تل ابيب ته د پړې ګوته نيول پر پوله د تاوتريخوالي د ډيريدو سبب کيدای شي.

پر دې ټولو سربېره، په لبنان کې وروستۍ چاودنې په داسې حال کې شوې چې په سيمه کې کشمکشونه خورا لوړې کچې ته رسېدلي دي. په غزه، لبنان او سوريه کې د اسرائيلو وروستيو نظامي عملياتو ګڼ شمېر خلک له ګواښ سره مخ کړي او دا په داسې حال کې دي چې لبنان وار له مخې له اقتصادي بحران او سياسي بې ثباتۍ کړيږي. د بريدونو وروستي نوي ډول د ناامنۍ داسې توپان را پورته کړی چې ښايي ټوله سيمه بې ثباته کړي.

په لبنان کې وروستيو بريدونو د نورو سيمه يیزو لوبغاړو يا بهرنيو قوتونو د احتمالي ښکېلتيا په تړاو هم اندېښنې را پورته کړې دي. که ثابته شي چې اسرائيل په يادو بريدونو کې لاس لري نو د عربي هېوادونو له غبرګون سره مخ کېدای شي او دغه راز به د ایران له لوري، چې د حزب الله ډلې کلک ملاتړ کوي، له غچ اخيستونکو اقداماتو سره هم مخ شي.

له بل پلوه، که ثابته شي چې په چاودنو کې نور دولتي يا غير دولتي لوبغاړي ښکېل دي، نو دا به د اسرائيلو – لبنان په شخړه کې د درېيم لوري د ښکېلتيا مانا ولري چې وار له مخې کړکېچن وضعيت به لا پسې کړکېچن کړي. په دواړو حالتونو کې د سيمه يیزو کشمکشونو د پراخېدو احتمال ډير دی او په هرې پېښې سره د لا ډيرو ډلو د ټکر چانس لوړيږي.

وروستۍ پېښه د لبنان د سياسي او امنيتي وضعيت د نازکوالي څرګندونه هم کوي. لبنان په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰م کال کې د بېروت د بندر د سترې چاودنې له اغیزو لا نه دی راوتی او له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، نویو چاودنو يو ځل بيا دا ياده کړه چې دغه هېواد د بهرنيو لاسوهنو او کورنۍ بې ثباتۍ پر وړاندې څومره اسيب پذيره دی.

وروستيو چاودنو ته د لبنان د حکومت اغيزناک غبرګون به وښيي چې ايا دغه هېواد د خپل ماتېدونکي امنيتي وضعيت د ټينګولو وړتيا لري او که لا ډير په ستونزو کې ښکېليږي.

په لنډو کې که ووايو، نو په لبنان کې له ليرې واټنه کنټروليدونکې د لاسي بمونو وروستۍ چاودنې د اسرائيلو او لبنان په شخړه کې د يوه نوي بدلون نښه ده. د تاوتريخوالي د وسايلو په توګه د ورځنيو عادي توکو کارونه د ويرې او بې باورۍ د خپرولو نوی څپرکی دی چې مخنيوی یې اسانه کار نه دی. د جګړه يیزو تکتيکونو دغه بدلون به نه يوازې د اسرائيلو او حزب الله تر منځ شته کشمکشونه لا پسې پراخ کړي، بلکې سيمه به هم د شخړو په يوه نوي ډول ککړه کړي.

نړيواله ټولنه بايد د دې ستونزې د پراخېدو د مخنيوي لپاره د سيمه يیزو لوبغاړو تر منځ مذاکرات وهڅوي. که څه هم د شخړو د دغه نوي ډول اغېزې اوسمهال يوازې په لبنان کې احساس شوې خو دا ويره جدي ده چې ژر به یې لمن ټول منځني ختيځ ته ور وغځيږي. د دې ستونزې د مخنيوي لپاره همغږو اقداماتو ته اړتيا ده چې نړيواله ټولنه او سيمه يیز لوبغاړي بايد پکې ښکېل وي.