د اردن نوي صدراعظم غفار حسن لوړه وکړه
CMG2024/09/19 10:28:29
شريکول:

د اردن پاچا عبدالله دويم د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د صدراعظم غفار حسن په مشرۍ د نوې کابېنې لېست ته منظوري ورکړې ده. 

غفار حسن په همدې ورځ د پاچا عبدالله دويم په حضور کې د اردن د نوي صدراعظم په توګه لوړه کړې ده.

غفار حسن د اردن د صدراعظم او دفاع وزير په توګه ټاکل شوی او مخکېنی مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير ايمان صفدي د اردن په نوې کابېنې کې هم پر خپلو دندو پاتې شوی دی.

 د اردن نوی حکومت ۳۰ وزيران لري.