د امريکا د زېرمو فدرالي بورډ د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د فډرالي صندوق د سود کچه ۵۰ بنسټيز ټکي ټېټه کړې، چې دا يې د ۲۰۲۰م کال له مارچ راهیسې لومړی ټيټوالی دی او د پولي پالیسۍ له سخت دور څخه اسانې دورې ته بدلون هم په ګوته کوي.
د امريکا د زيرمو فدرالي بورډ په همدې ورځ پېشبيني کړې، چې په دغه هېواد کې د انفلاسيون کچه به په دوامداره توګه ۲٪ وساتل شي او د بشپړ استخدام او د بيو ثبات به يې پوره شي.