د مصر د بهرنيو چارو او د کډوالو وزير عبدالعاطي د سپتمبر په اتلسمې نېټې د امريکا له بهرنيوچارو وزير انټوني بلينکن سره په يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د فلسطين پر رفح بندر د تګ راتګ لپاره د پخوانيو اصولو، چې د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې نه مخکې ټاکل شوي، کوم بدلون نه مني.
نوموړي ويلي، مصر په فلسطيني رفح بندر او د فيلاديلفيا دهليز کې د هر ډول پوځي ځواکونو ځای پر ځای کول هم نه شي زغملی.
هغه له بلينکن سره په خبرو کې په غزې کې اوربند د دې سيمې د ثبات د تضمين لپاره تر ټولو ښه لاره ياده کړې او زياته کړې يې ده، چې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د اوربند تړون د لاسليکولو لپاره ځينې مهمې مسئلې لاهم پر ځای پاتې دي او د حل لپاره يې سیاسي هيلې اړينې بللې دي.