د جرمني د منځنيو او کوچنيو تصديو دVDHC ټولنې رئيس والټير ډورينګ د چين په شيامن ښار کې د پانګونې او سوداګرۍ د ۲۴م نړيوال نندارتون په بهير کې رسنيو ته ويلي، چې هغه په تېرو ۲۵ کلونو کې څه باندې لس ځلې چين ته سفر کړی او هر ځل یې دا پرېکړه کړې، چې باید په چين کې پاتې شم.
نوموړي ويلي، چين د نړۍ تر ټولو لوی بازار لري او که څوک غواړي په نړيوالو بازارونو کې لوړ مقام خپل کړي، نو بايد د چين بازار ته لاره ومومي.
د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۴م نړيوال نندارتون د سپتمبر له ۸مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې په شيامن ښار کې ترسره شو او دا د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې له ترسره کېدو وروسته، په دغه هېواد کې د پانګونې لومړی نړيوال نندارتون دی.
په دغه نندارتون کې په لومړي ځل په چين کې د پانګونې لپاره ځانګړې سيمه جوړه شوې وه او د پانګونې د زياتوالي لپاره پکې يو لړ فعاليتونه پلان شوي وو او دغه راز د نوي کيفيت توليدي ځواک،مصنوعي ځيرکتيا،د هايډروجن انرژۍ او د توکو انترنيټ په شمول نويو توليدي چارو ته پکې ډېره پاملرنه شوې ده.
په دغه نندارتون کې د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو نژدی اتيا زرو سوداګرو ګډون کړی و او خپل توليدات يې پکې نندارې او پلور ته وړاندې کړي وو او د تخنيکي شرکتونو يوې بهرنۍ ډلې هم پکې برخه اخيستې وه.
ابتدايي شمېرې ښيي، په دغه نندارتون کې ټولټال د ۶۸۸ پروژو همکاريز تړونونه لاسليک شوي، چې د پانګونې عمومي ارزښت يې ۴۸۸ ميليارډه او ۹۲۰ميليونه يوانه ښودل شوی دی.
د نړيوالو تصديو استازي د چين بازار ډېر مهم بولي، نو ځکه يې په دغه هېواد کې پانګونې کړي او چيني لوی بازار د نړۍ لپاره يو لوی فرصت بولي.
په چين کې د نوې کيفيت توليدي ځواک له پرمختګ سره سم په دغه لوی بازار کې ځينې نوې ځانګړتياوې رامنځته شوي او په توليدي چارو کې یې صنعتي ګاز تل د عصري صنعتي چارو وينه بلل کېږي.
د امريکا د صنعتي ګاز شرکت د چيني فراعي څانګې مرستيالې مشرې فنګ يان خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين د زرغون پرمختګ، د پاکې انرژۍ د کارولو، د کاربن د اخيستلو په شمول چارو کې ښه اينده او هم د صنعتي ګاز د اړوندې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره لوی بازار لري.
نوموړې ويلي، د مصرف په برخه کې هم د چينايانو غوښتنې لوړې شوي او د باکيفيته توليداتو او خدمتونو اړتياوې یې زياتې شوې دي.
د چين د اروپايي ټولنې د سوداګريزو چارو ټولنې مرستيال رئيس ګاو جي هاو په دې اند دی، چې پر ځيرکو کورنيو سامانونو، روغتيايي توليداتو او زرغونو چارو د چينايانو مصارف د نړيوالو پاملرنه راجلب کړي او په خپلې لمنې کې يې اروپايي تصديو ته د کار او ګټو فرصتونه برابر کړي دي.
ګڼ شمېر بهرني پانګوال پر دې اند دي، چې په چين کې پانګونه د نوي کيفيت د توليدي ځواک د پرمختګ غوښتنې ځوابوي.
چين د توليد او عرضې قوي او بشپړ ځنځير لري، چې د بهرنيو پانګوالو کاروبار ته یې ځواکمن ضمانت برابر کړی دی.
ګڼ شمېر بهرني پانګوال د چين توليدي سیسټم بشپړ بولي او پر دې اند دی، چې په چين کې يې ګټې زياتې دي او د دغه هېواد مصنوعي ځيرکتيا ټېکنالوژي پرمختللې او د کارکوونکو سويې يې لوړې دي او د توليدي توان پياوړتيا په ترڅ کې ډېرې نورې ښېګڼې هم لري.
دوی وايي، غواړي په چين کې توليدي وړتيا پياوړې کړي او نړۍ ته خپل توليدات ورسوي.
د چين د توليد او عرضې بشپړ ځنځير د بهرنۍ سوداګرۍ له اړوندې شمېرې هم ښکاري، چې د روان کال په لومړيو اتو کلونو کې د دغه هېواد د توکو د سوداګرۍ اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶سلنه زياته شوې، چې په دې جملې کې د صادراتو د زياتوالي اندازه يې ۶ اعشاريه ۹ سلنې ته رسيدلې ده.
د هنګري د ساختماني شرکت د سوداګريزو چارو مسئول يانوش سوګا ويلي، چې شرکت به یې له چيني شرکتونو سره همکارۍ پياوړې کړي او زيات ښه توليدات او ښې پروژې به ترې اروپا ته ولېږدوي.
نوښت د چين د اقتصادي پرمختګ مهم انجن دی او ډېرې بهرنۍ تصدۍ چين د نوښت سرچېنه بولي.
په چين کې د پانګونې زياته ګټه د بهرنۍ پانګونې د زياتوالي يو بل مهم لامل یاديږي.
د چين د پانګونې او سوداګرۍ سږني نړيوال نندارتون «په چين کې د متقابلې پانګونې د ۲۰۲۴م کال راپور» خپور کړی، چې له مخې يې، چین په ۲۰۲۳م کال کې د نړيوالو پانګونو د راجلبولو په برخه کې پر له پسې دویم ځای خپل کړی او نړيوال پانګوال پکې د ډېرو ګټو په پار پانګونې کوي.