د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په فلیپین کې د امريکا لخوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چين څو څو ځله په فليپين کې د امريکا لخوا د منځني واټن ويشتونکو توغنديو له نصبولو سره خپل مخالفت څرګند کړی. د امريکا اړوندو اقداماتو د سيمې هېوادونو د ملي امنيت له سخت ګواښ سره مخ کړی او پوځي مقابله يې هم سخته کړې ده. د امريکا اقداماتو د سيمه ييزو هېوادونو پراخې پاملرنې او اندېښنې راپارولې دي.