د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ۱۰مه بېړنۍ غونډه د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د یوه پرېکړه لیک په تصویبېدو سره پای ته ورسیده.
په پرېکړه ليک کې له اسرائيل غوښتل شوي، چې په ۱۲ میاشتو کې دننه د فلسطین د خاورې ناقانونه نیونه پای ته ورسوي.
یاد پرېکړه لیک په ۱۲۴ موافقو رایو، ۱۴ مخالفو رایو او ۴۳ ممتنعو رایو تصویب شوی، چې له مخې يې اسرائیل باید تر ۱۲ میاشتو پورې د فلسطین د خاورې ناقانونه نیونه پای ته ورسوي، پر وخت باید خپلې قانوني دندې ترسره کړي، له فلسطیني خاورې بايد ټول پوځونه وباسي، په فلسطیني خاورې کې باید د استوګنې د نویو ځايونو جوړونه ختمه کړي او ټول اسرائیلي وګړي باید ترې وباسي، خاوره او نوره غیرمنقولې شتمنۍ باید بېرته فلسطین ته وسپاري او بې کوره فلسطینیانو ته باید اجازه ورکړي، چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
په یاد پرېکړه لیک کې له ټولو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپلې دندې پرغاړه واخلي.