چین له نړیوالو سره د ذروي تخنیک ۱۲ څېړنیز تجهیزیات شریکوي
CMG2024/09/19 14:49:19
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ۶۸مه اسمبلي د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د اتريش پلازمېنې ویانا کې ترسره شوه.

د چین د اټومي انرژۍ ملي ادارې د يادې اسمبلۍ په څنډه کې یوه فرعي ناسته ترسره کړې، چې د دې ملي ادارې مرستیال لیو جینګ او د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ مرستیال مدیر میخایل چوداکوف په شمول ځينو شخصیتونو پکې ګډون کړی و.

ښاغلي لیو جینګ دغې ناستې ته ویلي، چین د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ کې د خپل ګډون د ۴۰ کلیزې په درشل کې، پرېکړه کړې، چې له مختلفو هېوادونو او سراسري جنوب سره د عصري ریاکتور په شمول د ذروي تخنیک ۱۲ څېړنیز تجهیزات او ازموښتي ډګرونه شریک کړي.