د سپوږمۍ اختر په درشل کې کلتوري او سيلانيزې چارې او لګښتونه
CMG2024/09/20 15:44:37
شريکول:

د چين د سپوږمۍ اختر رخصتي د سپتمبر په ۱۵مې نېټې پېل او تر ۱۷مې نېټې پورې يې دوام درلود.

شمېري ښيي، د چين د سپوږمۍ اختر په رخصتی کې د کورنيو مسافرو شمېر ۱۰۷ ميليونو تنو ته رسېدلی او د سيلانيزو چارو عايدات يې ۵۱ ميليارډه او ۴۷ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې دا د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله ډېر زياتوالی ښيي.

چينايانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سپوږمۍ اختر لمانځلی او کلتوري او سيلانيزو لګښتونو یې نوی پرمختګ موندلی دی.