د چین بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د ملګرو ملتونو په راتلونکې سرمشریزې او ۷۹مې اسمبلۍ کې د خپل ګډون د دریځ سند خپور کړی دی.
د یاد وزارت ویاند لین جیان يوې خبري ناستې ته ويلي، چې دغه سند د سولې او امنیت، دوامدار پرمختګ، د بشري حقونو تضمین، متمدنې تبادلې، تخنیکي نوښت او د ګردې نړۍ د اداري اصلاحاتو په شمول ډېرو برخو کې د چین دریځ ښکاره کړی دی.
چين په ياد سند کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونه عملي کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه وهڅوي.
لين جيان ويلي، د ملګرو ملتونو راتلونکې سرمشریزه او ۷۹مه اسمبلي به د نړیوالې ټولنې د ګډو نظریو د راغونډولو او د ننګونو پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره ګټور فرصت برابر کړي.