د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۱۹مې نېټې ويلي، هېواد يې پلان لري، چې په روان کال کې د بې پيلوټه الوتکو توليد د پام وړ ډېر او د تېر کال د توليد په پرتله یې ۱۰ چنده زيات کړي.
د روسیې کرېملين ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتین په همدې ورځ په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د پوځي صنايعو کمېټې غونډې ته ويډيويي وينا کړې او پکې يې ويلي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د روسيې پوځ ټولټال ۱۴۰ زره بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړې وې او سږکال به یې د بې پېلوټه الوتکو تولیدي اندازه ډېره زیاته شي.