هغه نظريه، چې اټومي انرژي به د سراسري جنوب ته ګټې ورسوي، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د کانګرېس په پرېکړه ليک کې شامله شوه
CMG2024/09/20 10:58:46
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ۶۸مې اسمبلۍ د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د تخنيکي همکاريو پرېکړه ليک، چې د ۷۷ هېوادونو ډلې او چين لخوا په ګډه وړاندې شوی، منظور کړی او دسراسري جنوب د پرمختيايي هېوادونو په چوکاټ کې يې شامل کړی دی.

 دغه پرېکړه ليک د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د غړو ترمنځ د تخنيکي همکاريو د پياوړتيا پر اهميت ټينګار کوي او له پرمختللو هېوادونو څخه پکې غوښتنه شوې، چې پرمختيايي هېوادونو ته دې لا زياتې سرچېنې برابرې کړي او له تخنيکي همکاريو څخه يې ملاتړ وکړي، څو پرمختيايي هېوادونه په سوله ييز ډول اټومي انرژي استفاده کړي او د دواملرونکي پرمختګ ته لاره پرانيزي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې کې د چين استازي لي سونګ سفير د يادې نظريې هدف، چې اټومي انرژۍ به پرمختيايي هېوادونو ته ګټې ورسوي، په دغو هېوادونو کې په سوله ييزه توګه د اټومي انرژۍ د ټېکنالوژيو د کارولو اړتياوو څرګندول دي او د پرمختیايي هېوادونو ابادۍ لپاره د دغې اېجنسې د ګډ ملاتړ پر ستر اهميت ټينګار لري.