چین او جاپان سمندر ته د اټومي ککړو اوبو پر ایستلو هوکړې ته رسيدلي
CMG2024/09/20 16:19:43
شريکول:

د جاپان حکومت د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۲۴مې نېټې په یو اړخیز ډول سمندر ته د فوکوشیما اټومي ککړو اوبو ايستل پیل کړل، خو چين ورسره ټينګ مخالفت وکړ او نړيوالې ټولنې ته يې په اړه اعتراض وړاندې کړ.

دواړه هېوادونه له څو پړاويزو مشورو وروسته په څو ټکو موافقې ته رسېدلي دي:

۱- جاپان به د نړیوالو قوانينو په رڼا کې خپل مکلفیتونه پوره کوي او پر سمندري چاپېریال او ایکولوژۍ د اټومي ککړو اوبو د اغېزو ارزونو ته به دوام ورکوي.

۲- جاپان به د چين او نورو اړوندو هېوادونو اندېښنې له پامه نه غورځوي او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د قوانينو په چوکاټ کې به سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو نړيوال څارنيز ميکانيزم ومني.

۳- چين او جاپان به په دې برخه کې د ساینس پر بنسټ دوامدارې رغنده خبرې کوي.

۴- چين به د نړيوال څارنيز ميکاميزم له کارولو او د يوې خپلواکې خوا په توګه د خپلو څارنيزو اقداماتو له نيولو وروسته په تدريجي ډول د جاپان هغه سمندري محصولات، چې د ازموينې معيارونه يې پوره کړي وي، بيا واردوي.