ټاکل شوې، د چين اووم وارداتي نړيوال نندارتون به د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې ترسره شي.
د چين د وارداتي نړيوال نندارتون ادارې د نومبر په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اوسمهال د نندارتون د تياري چارې روانې دي او تر دې دمه شاوخوا ۷۰ هېوادونو او سازمانونو پکې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي، چې دغه شمېر د شپږم نندارتون په نسبت زیات دی.
ناروې، سلواکيا، بنين، بروندي، ماداګاسکار او ځيني نور هېوادونه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق به په لومړي ځل دغه نندارتون کې ګډون ولري.
ګډونوال هېوادونه او نړيوال سازمانونه به د نندارتون په درشل کې رنګارنګ دوه اړخيز فعاليتونه هم ترسره کړي او له چين سره د همکاريو سترې لاسته راوړنې به وښيي.