د چين (C919) الوتکه په لومړي ځل د شي ځانګ لا سا ښار ته ولاړه
CMG2024/09/20 14:57:06
شريکول:

د چين (C919) مسافر وړونکې الوتکې د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د چين د سی چوان ولايت د شوانګ ليو له نړيوال هوايي ډګر څخه د شي ځانګ کورواکې سيمې د مرکز لاسا ښار په لور الوتنه کړې او شاوخوا له دوه ساعته مزل وروسته د ګونګ جا نړيوال هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.

په لاسا کې د ګونګ جا نړيوال هوايي ډګر د سمندر له سطحې څخه ۳۵۶۹ متره لوړوالی لري او اقليمي چاپېريال يې ډېر سخت دی، د چين (C919) الوتکې په لومړي ځل دغه ښار ته تللې ده.