د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د لبنان له ملي حاکميت او امنيت څخه ملاتړ او پر وړاندې يې له هر ډول کړنې سره مخالفت کوي او پر اړوندو خواوو يې غږ کړی، چې په منځني ختیځ کې سوله او ثبات وساتي.
په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې شاوخوا ۳۰ غړي د پېجرونو په چاودنو کې وژل شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
لین جیان ویلي، چین په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو پېښو ته ډېره پاملرنه کوي او د دغه هېواد پر ملي حاکميت او امنيت له هر ډول تيري لړ سرغړونې سره مخالفت کوي.
نوموړي اندېښنه ښودلې، چې په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو پېښه ښايي په سیمې کې تاوتريخوالی نور هم ډېر کړي.
لين جيان پر ټولو خواوو غږ کړی، چې په منځني ختيځ کې سوله او ثبات وساتي.