چین: اسرائيل باید په سیمې کې د سولې لپاره خطرناکې کړنې ودروي
CMG2024/09/20 13:28:00
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستیال استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د فلسطین او اسرائيل د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې کې پر اسرائيل غږ کړی، چې د وسله وال مخالفت د لرې کولو لپاره د زور کارول پرېږدي او په غزې کې دې پوځي عملیات او د لبنان پر ملي حکمیت تيری او هر ډول لاسوهنې او سرغړونې ودروي او د داسې خطرناک چلند مخه دې ونیسي، چې ممکن سیمه يوه بل ناورين ته ټېل وهي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپلې لسمې بېړنۍ ځانګړې غونډې کې، چې د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه يې ترسره کړې، د رايو په اکثريت یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې د فلسطین لخوا وړاندی شوی او پر اسرائیل یې یادې یو لړ غوښتنې شوي دي.

 دغه پرېکړه ليک په غزه کې د سختې شخړې او د منځني ختیځ د پیچلي وضعیت د هواري لپاره تاریخي اهمیت لري.

ګنګ شوانګ ويلي، هېواد يې له امنیت شورا ملاتړ کوي، چې د ياد پرېکړه لیک د پلې کولو لپاره هره وسیله وکاروي او د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د اوربند، د بشري ناورین د لرې کمولو او ختمولو او په منځني ختیځ کې د سولې لپاره کار وکړي.