شي جين پينګ د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۷۵مې کلیزې په نمانځغونډه کې مهمه وینا وکړه
CMG2024/09/21 11:07:09
شريکول:

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په بېجینګ کې د دغه کنفرانس د رامنځته کېدو د ۷۵مې کلیزې نمانځغونډه ترسره کړه. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ په دغه نمانځغونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وینا کې پر دې ټينګار وکړ، چې موږ باید د هېواد پرمختګ پر لارې، نظریې، نظامونو او کلتور ځاني باور پياوړی کړو، د بشپړ بهیر ډیموکراسي د ابادۍ په پروسه کې د ولسي سیاسي مشورتي نظام سیاسي وړتیا دې پراخې کړو او ثابت او ارام سیاسي وضعیت دې وساتو.