د لبنان حزب الله ډلې لوړپوړی قوماندان د اسرائیلو په برید کې ووژل شو
CMG2024/09/21 15:31:54
شريکول:

د لبنان حزب الله ډلې د سپتمبر د ۲۰مې نېټې په شپه د دې خبر پخلی وکړ چې لوړپوړی قوماندان ابراهیم عقیل په همدې ورځ د اسرائیلو په یوه برید کې ووژل شو.

د لبنان دولتي اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد پلازمېنې بیروت په سوېل اړخ کې یوه ودانۍ په همدې ورځ د اسرائیلو له لوري تر توغندي برید لاندې راغله او دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.