((زما او چین ترمنځ کیسې)) تر عنوان لاندې د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو ۷۵مې کلیزې د نمانځنې ځانګړی فعالیت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره شو.
د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي ادارې مرستیال او د چین مېډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغې غونډې ته ویډیويي وینا وکړه.
د سعودي عربستان د کلتور وزارت د نړیوالو رسنیو د همکاریز مرکز مدیر او په چین کې د دغه هېواد د پخواني کلتوري مستشار په شمول نږدې سلو مېلمنو ګډون کړی و.