په نايجیريا کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې ځانګړی فعاليت په ابوجا کې تر سره شو
CMG2024/09/21 11:23:47
شريکول:

((زما او چين تر منځ کيسه)) تر عنوان لاندې په نايجیريا کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې ځانګړی فعاليت چې د چين مېډيا ګروپ لخوا تنظیم شوی، د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په ابوجا کې تر سره شو. د چين د تبليغاتو مرستيال وزیر او د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغه فعاليت ته ويډيويي وينا وکړه.

په نايجیريا کې د چين لوی سفير ګو های، د نايجريا د فدراسيون د مشرانو جرګې د دغه هېواد او چين د اړيکو کمېټې رئيس جافارو ياکوبو، د نايجیريا د معلوماتو او ملي تبليغاتو وزارت د عامه اړيکو او د مېلمنو چارو ادارې مشر سليمان هارونا، د نايجیريا د خبريالانو ګډې ټولنې رئيس کريس يشيګوزو په دغه فعاليت کې ګډون او ويناوې يې وکړې. د نايجیريا، جنوبي افريقا، ګانا، سيراليون، جنوبي سوډان په شمول د ځينو هېوادونو حکومتي چارواکو، د خبري رسنيو مسئولينو او د فرهنګي او تعليمي څانګو استازو په ګډون سره نږدې سل مېلمانه راغلي و.