خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د چين له ماليې وزارت څخه خبر ترلاسه کړی چې، د چين او امريکا د اقتصاد کاري ډلو د سپتمبر له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې په بېجينګ کې خپلمنځي پنځمه غونډه ترسره کړه. د چين د مالېي وزارت مرستیال لياو مين له خپل امريکايي سيال جای شامباوغ سره په ګډه د دغې غونډې مشري وکړه او د دواړو هېوادونو د اړوندو اقتصادي څانګو چارواکو په دې غونډه کې بحث کړی دی.
دواړو خواوو د خپلو مشرانو تر منځ د سانفرانسيسکو او د ګوانګ جو خبرو اترو په ترڅ کې د تر لاسه شوي ګډ پوهاوي له مخې د دواړو هېوادونو د عمومي اقتصادي حالاتو او تګلارو، له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې او د دواړو خواوو د پاملرنې وړ مسئلو په هکله صميمي، واقعي او رغنده بحثونه کړي دي. چين امريکا ته پر صادروونکو توليداتو د مالياتو د زياتولو، په چين کې د پانګونې د محدوديت، پر روسیې د بنديز لګولو او فشار اچولو له امله د چيني تصديو پر ګټو د اغېز کولو په هکله خپلې پاملرنې څرګندې کړې.