د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲۰مې نېټې له غرمې وروسته د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ماليزيا له پاچا سلطان ابراهيم سکندر سره چې له چين څخه په رسمي ليدنې بوخت دی، خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې روان کال د چين او ماليزيا تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۰مې کليزې او د دواړو هېوادونو د دوستۍ له کال سره برابره ده، چې د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پيل لپاره يو مهم کال ګڼل کېږي. چين اوس په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو ژورتيا او د لوړې سويې د ورخلاصون چارې هڅوي او دا به هم د دواړو هېوادونو تر منځ همکاريو ته نوي ځواکونه او فرصتونه ورسوي. چين غواړي د عصري کېدو د پرمختګ په بهير کې له ماليزيا سره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو هڅونه وکړي.
ابراهيم وويل، چې ماليزيا غواړي د راتلونکې کال د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد او د اسيان او چين تر منځ د اړيکو د همغږۍ کوونکي هېواد په توګه د اسيان او چين د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.