د سوډان په الفاشير کې وسله والو شخړو کې ۱۱ تنه وژل شوي
CMG2024/09/22 10:27:11
شريکول:

د سوډان يو ملکي سازمان د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، د دغه هېواد وسله والو ځواکونو او د چټک غبرګون مرستندويه ځواکونو په همدې ورځ د شمالي دارفور ايالت په الفاشير ښار کې نښته وشوه چې له امله يې د ۳ ماشومانو په شمول ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه ټپيان دي.

د دغې اعلاميې له مخې، په الفاشير ښار کې څه باندې يو مليون تنه ژوند کوي چې وسله واله نښته به خامخا د بشري ناورينونو د رامنځته کېدو سبب وګرځي.

د ياد ملکي سازمان په اند، نړيوال سازمانونه بايد د حالاتو د بيا ترينګلتيا مخنيوی وکړي او د الفاشير ښار اوسېدونکو او مهاجرينو ته دې بشري مرستې برابرې کړي.