د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د سپتمبر د ۲۱مې نېټې په شپه د نوې دورې حکومت ۳۹کسيزه ليست خپور کړ چې پکې ۱۹ وزيران، ۱۵ د وزير په کچه استازي او ۵ د دولتي چارو سکرېتران شامل دي.
د دغه ليست له مخې، د نوې دورې حکومت غړي اکثرآ د ولسمشر مکرون په مشرۍ د اعتدالي ډلې او د صدر اعظم ميشېل مارنير په مشرۍ د ښي اړخې ډلې شخصيتونه دي.
د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د نوې کابينې لومړۍ غونډه به د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه تر سره شي.