د اسرائيل د پوځ وياند هجاري د سپتمبر د ۲۱مې نېټې په شپه په يوه ويډيويي وينا کې خبر ورکړ، ځواکونو يې په همدې ورځ د لبنان د حزب الله وسله والو د بريد هڅې کشف کړې او بیا يې دغه هېواد سخت بريدونه کړي دي.
وياند هجاري ويلي، اسرائيلي ځواکونو د لسګونو جنګي الوتکو په لېږلو سره د جزب الله پر ۴۰۰ راکټ ويشتونکو سیستمونو بريدونه کړي او زر ګونه راکټونه يې ويجاړ کړي دي. د نوموړي په خبره، اسرائيلي ځواکونه اوس په منظم ډول د جزب الله جنګي وړتيا له منځه وړي.
د دې تر څنګ اسرائيلي ځواکونو د ۲۱مې نېټې په ماسپښين په يوې اعلاميې کې ويلي، په وروستۍ ورځ کې د اسرائيل په څو ځايونو کې د خطر زنګونه وهل شوي او کابو ۹۰ راکټونه له لبنان نه اسرائيل ته ويشتل شوي دي.