د ملکيانو وژلو لپاره د پيجرونو کارول يو خطرناک مثال جوړوي
CMG2024/09/22 15:33:19
شريکول:

څو ورځې دمخه په لبنان کې د ډېرو پيجرونو چاودنو ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې او له بده مرغه په دغه هېواد کې د ايران سفير هم له دې امله ټپي شوی دی. بريدګرو د ملکي خلکو ژوند ته له پام پرته له لرې واټن څخه زرګونه مخابراتي وسیلې وچاودولې او د زرګونو کسانو امنیت يې وګواښه او دې کړنې يو خطرناک مثال جوړ کړی دی.

د لبنان حزب الله ګوند په دې اند دی چې اسرائيل دې د دغو چاودنو پړه پر غاړه واخلي. د دې ترڅنګ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت دغه چاودنې د اسرائيل له خوا تر سره شوي انټرنيتي بريدونه بللي دي. شنونکي په دې اند دي چې يوازې اسرائيل د يادو چاودنو د تر سره کولو وړتيا لري او دا يې نیت هم و. خو اسرائيلو د بهرنيو خبري رسنيو اړوند راپورونه نه دي منلي او نه يې رد کړي دي.

له دغو چاودنو وروسته ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ايران په شمول ځينو هېوادونو يادې پېښې وغندلې، خو امريکا په سمدستي توګه د دغو پېښو په تړاو پړه رد کړه.

که څه هم د اې پي، سي اېن اېن او د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په شمول مهمو خبري رسنيو خبرونه ور کړي چې اسرائيل ښايي په دې پېښه کې لاس لري، او ځينې شواهد يې هم وړاندې کړي دي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ميلر په همدې ورځ ويلي چې امريکا په دې چاودنو کې لاس نه لري او په اړه يې معلومات هم نه لري چې څوک دې اړونده پړه پر غاړه واخلي. خو ویلي يې دي چې امریکا په عمومي ډول د حزب الله ګوند پرضد له مبارزو څخه ملاتړ کوي.

که يو هېواد يا ډله چې له واشينګټن سره ښې اړيکې نه لري او په دغو پېښو کې يې برخه اخيستې، امريکا ښایي له شواهدو پرته د عدالت په نوم سمدلاستي د هغوی ننګې ته ور ودانګي او ور سره به جګړه پيل کړي. په منځني ختيځ کې کشالې او جګړې لا اوس هم روانې دي چې لامل يې له اسرائيل څخه د امریکا له ملاتړ سره تړاو لري.

د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې پيجرونه په چين کې ډېر مروج و، خو له موبايل تليفون څخه په استفادې سره خلکو د پېجرونه کارول پرېښودلی دی. د موبايل تليفون په کارولو د خلکو د تګ راتګ معلومات اشاره کېږي، او پېجرونه له بهر نه مخابراتي سيګنال اخلي، خو بهر ته سيګنال نه لېږدوي. نو ځينې خلک پېجرونه د موبايل تليفون په پرتله نسبتأ خوندی بولي، خو له اټکل وتلې خبره ده چې خپل پېجرونه پر کنترولېدونکو بمونو بدل شوي دي.

دغه پېښې يو خطرناک مثال جوړ کړی دی. د پيجرونو کاروونکو شمېر لږ دی، خو هر تن موبايل تليفون او کمپیوترونه کاروي. که د دغو مخابراتي تجهيزاتو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه د ناقانونه ډلو او ارګانونو له خوا نفوذ شي، نو عام وګړي به خامخا له اټکل وتلو سترو خطرونو سره مخ وي. د پريسم (PRISM) پېښې افشا کوونکی سنودن پر ټولنیزو رسنيو ليکلي چې د نړۍ د هر تن پر وړاندې اوس لا ناامن حالت دی. که يوه ورځ په فابريکه کې هر iPhone موبايل تلیفون کې چاودېدونکي توکي اچول کېږي، رسنۍ به ژر پرې پوه شي چې د پېجرونو چاودنو يو خورا خطرناک مثال جوړ کړی دی..

د ملکيانو عادي توکي په وسيلې بدلېږي، بيا په استفادې سره يې پرې بې توپيري بريدونه کېږي چې دغه کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده. د جګړې ښکيلې خواوې باید له دغو بريدونو څخه ډډه وکړي.

سربېره پردې له مخابراتي وسيلو څخه په استفادې سره له لرې واټن څخه د چاودېدونکو توکو چاودېدل ښایي د خلکو رواني حالت او پر يادو توکو د خلکو د کارولو باور ته هم زيانونه ورسوي.

د يادو چاودنو منفي اغيزې به د اوږدې مودې لپاره موجودې وي.