د فلسطين د غزې تړانګې روغتيايي څانګې د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمال پر يو ښوونځي بريد کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپيان دي.
د دغې اعلاميې له مخې، په ياد ښوونځي کې زيات شمېر بې کوره شوي کسان پټ دي او اکثره قربانيان او ټپيان ماشومان او ښځې دي.
د خبر له مخې، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په جنوب رفح کې د روغتيايي څانګې پر يو زيرمتون هم بريد کړی چې له امله يې ۴ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپيان دي.