د سريلانکا پوليسو د سپتمبر د ۲۱مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې پر ځايي وخت د ۲۱مې نېټې د شپې له ۱۰ بجو نه د ۲۲مې نېټې د سهار تر ۶ بجو پورې په ټول هېواد کې ګرځ بنديز لګوي.
پوليسو په يو رپوټ کې ويلي، اوس د سريلانکا حالات ارام ښکاري او د ګرځ بنديز لګولو موخه د ولسي وګړيو امنيت ساتل دي.
د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د سريلانکا د ولسمشريزو ټولټاکنو رايګيري پيل شوې چې ۳۸ نوماندانو په سيالۍ کې برخه اخيستې ده. رايګيري پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار له ۷ بجو نه د ماسپښين تر ۴ بجو پورې پای ته رسېدلې ده.