د ملګرو ملتونو سرمشریزه پرانيستل شوه
CMG2024/09/23 10:15:45
شريکول:

د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ سرمشريزه د سپتمبر په ٢٢مې نېټې د امريکې په نيويارک ښار کې د دغه نړيوال سازمان په مقر کې پرانيستل شوه، چې پکې «راتلونکی تړون» او څو اړوندې ضمیمې تصویب شوي دي او باور دا دی، چې دا به د نړۍ د چارو څو اړخیز چوکاټ ته وده او راتلونکي پرمختګ ته به یې تطابق ورکړي او د یوې خوندي، سوله ییزې، عادلانه، مساوي، ټولشموله، تلپاتې او سوکاله نړۍ د جوړولو لپاره به لارې برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ رئیس فیلیمون یانګ د سرمشریزې پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې نړۍ د بدلون په څلور لارې کې ولاړه  او له بې سارو ننګونو سره مخ ده او نړيواله ټولنه باید د دغو ستونزو پر وړاندې ټولیز اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو ۷۹مه عمومي اسمبلي د روانې مياشتې په ۱۰مې نېټې په نيويارک کې پيل شوه.

دغه سرمشريزه د ملګرو ملتونو د روانې عمومي اسمبلۍ په ترڅ کې پېل شوې، چې د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا ۱۳۰  حکومتي مشرانو پکې ګډون کړی او د نړۍ پاملرنه يې راجلب کړې ده.