د امریکا سپېس اېکس(SpaceX) شرکت مشر ايلون مسک د سپتمبر په ٢٢مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې په راتلونکو ۲ کلونو کې به مریخ ته شاوخوا ۵ بېپیلوټه فضايي بېړۍ واستوو.
نوموړي ويلي، که يادې فضايي بیړۍ يې په خونديتوب ځمکې ته راستنې شي، نو شرکت به يې په راتلونکو ۴ کلونو کې د انسان وړلو ماموریت پیل کړي او په خبره یې، که ياده چاره يې له ننګونو سره مخ شي، نو د انسان وړلو ماموریت به یې دوه کاله نور وځنډيږي.