د لبنان او اسرائيل ترمنځ شخړه په سختېدو ده
CMG2024/09/23 15:11:41
شريکول:

د لبنان حزب الله وسله والې ډلې د سپتمبر په ۲۲مې نېټې د اسرائيل په شمال کې پر رامات ډاويډ هوايي پوځي هډې او هوايي ډګر توغندي ويشتلي او په یوې اعلاميې کې يې ويلي، چې دا یې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو په غبرګون کې کړي دي.

شنونکي د لبنان او اسرائيل ترمنځ شخړه په سختېدو او د غزې وضعيت پسې يې تړلې بولي او پر دې اند دي، چې  ښايي دغه شخړه د سیمې نورو هيوادونو ته هم وغځيږي.

اسرائيلي ځواکونو د لبنان پر حزب الله بريدونه زيات کړي او هغوی هم پر اسرائيل ځوابي بريدونه کوي.

شنونکي وايي، اسرائيل بايد په غزې تړانګې کې پوځي عمليات ودروي، څو د لبنان حزب الله یې پر وړاندې شخړه نوره سخته نه کړي او  جنګ نور پراخ نه شي.

په لبنان کې د سپتمبر په ۱۷مې او ۱۸مې نېټې د حزب الله غړو  پسې د پېجرونو (یو ډول مخابراتي وسيله) چاودنې وشوې، چې له امله يې ۳۷ تنه ووژل شول او ۲۹۳۱ نور ټپيان شول. د لبنان بهرنيو چارو وزارت د يادو چاودنو پړه پر اسرائيل واچوله، خو اسرائيل يې په ځواب کې هيڅ هم نه دي ويلي.

د لبنان د حزب الله ګوند مشر نصرالله بيا د اسرائيل ياد اقدام د جنګ د پيل په مانا بللی دی.

اسرائيل د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د لبنان د پلازمېنې بيروت پر جنوبي سيمو هوايي بريدونه وکړل او لږ تر لږه ۳۱ کسان یې ووژل او د لوړ پوړو قومندانانو د وژلو ادعا یې وکړه.

حزب الله د اسرائيلي ځواکونو له يادو بريدونو وروسته ومنله، چې دوه لوړ پوړي قومندانان یې په دغو بريدونو کې وژل شوي دي.

اسرائيلي ځواکونو د سپتمبر په ۲۱مې نېټې هم د لبنان پر جنوب پراخ هوايي بريدنه وکړل او ويې ویل، چې د حزب الله وسله والو غوښتل، چې پر اسرائيل راکټي بريدونه وکړي، نو ځکه يې پر وړاندې ياد عمليات ترسره کړل.

حزب الله د سپتمبر په ۲۲مې نېټې د اسرائيل پر رامات ډاويډ پوځي هډې توغندي وويشتل.

 د قطر الجزیرې ټلويزيون خبر ورکړی، چې حزب الله د اسرائيل او فلسطين د روانې شخړې له پيل راهيسې په لومړي ځل د اسرائيل رامات ډاويډ پوځي هډه په نښه کړې ده.

شنوونکي وايي، اسرائيلي ځواکونو له تېرو څو ورځو  راهيسې پر لبنان هوايي بريدونه کوي او دغه هېواد ته يې سخت زيانونه رسولي دي او حزب الله هم برعکس پر اسرائيل سخت ګوزارونه کړي دي.

دوی وايي، حزب الله پر اسرائيل د غښتلو ځوابي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي، لبنان کې خپل محبوبیت زيات او حیثیت لوړ کړي.

 لبناني رسنيو خبر ورکړی، چې د اسرائيلي ځواکونو په بريدونو کې زرګونه لبنانيان ټپيان شوي او مخابراتي سيسټم يې هم ويجاړ شوی دی. لبنانيان په دې اند دي، چې حزب الله باید د اسرائيل پر وړاندي غښتلي ځوابي ګامونه پورته کړي، که نه،‌ اسرائيل به د لبنان پر جنوب نور هم سخت بريدونه وکړي.

اسرائيل د لبنان پر وړاندې ستراتيژي بدلوي

اسرائيلي چارواکو په دې وروستيو کې څو څو ځلې ويلي، چې د لبنان حزب الله يې د برید مهمه موخه ده. د دغه هېواد دفاع وزير يواف ګالانت د سپتمبر په ۱۸مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې ځواکونه يې د جنګ نوي پړاو ته ننوتلي او خپله جنګي موخه به له غزې تړانګې څخه لبنان ته واړوي.

شنونکي وايي، اسرائيلي ځواکونه اوس د لبنان پر حزب الله بريدونه کوي او دغه ډله د دواړو هيوادونو په پولې کې تش په نوم ګواښ بولي، خو عمده موخه يې دا ده، چې په دغسې بريدونو حزب الله وويروي، چې په راتلونکو شخړو کې امتياز وانخلي.

شنونکي وايي، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو په کور دننه سخت سياسي فشار سره مخامخ دی او  دا د اسرائيل د پوځي عملياتو د سختېدو يو بل لامل يادوي.

واشينګټن پوسټ د اسرائيل د ډيپلومات الون پينکاس په قول ویلي، چې نېتانياهو غواړي جنګ ته دوام ورکړي، ځکه د جنګ په حالت کې هغه د افراطيانو ملاتړ  ساتلی شي.