سپینه ماڼۍ: له لبنان سره پوځي شخړه د اسرائیل په ګټه نه ده
CMG2024/09/23 15:06:49
شريکول:

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان کربي د سپتمبر په ٢٢مې نېټې ويلي، چې د لبنان له حزب الله سره د اسرائيل د پوځي شخړې زياتېدل د اسرائيل په ګټه نه دي او امريکا هڅې کوي، چې په ډيپلوماتيکو لارو دغه شخړه پای ته ورسوي.

کربي په همدې ورځ له اې بي سي اژانس سره په مرکې کې ویلي، چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامين نتنیاهو باید نړۍ ته دا روښانه کړي، چې دوی په لبنان کې پر حزب الله کوم ډول پوځي اقدامات غواړي.

نوموړي ويلي، له حزب الله سره د اسرائيل ښېکلتيا به زيانونه ولري او دا شخړه يې د اسرائیل په ګټه نه ده بللې او زياته کړې يې ده، چې امریکا په مستقیم ډول اسرائیل ته دا نظر څرګند کړی دی.