شي جين پينګ د سریلانکا نوي ولسمشر انورا دیسنیاکي ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2024/09/23 14:56:20
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۳مې نېټې انورا دیسنیاکي ته د سریلانکا د ولسمشر په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چین او سریلانکا د خپلمنځي سیاسي اړیکو د ټينګېدو له ۶۷ کلونو راهیسې، متقابل تفاهم ساتلی او یو له بل څخه یې ټينګ ملاتړ کړی دی.

نوموړي ويلي، هغه د چین او سرینلاکا دوستانه اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر انورا سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستانه اړیکې نورې هم ټينګې کړي، متقابل سیاسي باور به ورسره پياوړی کړي او د دواړو خواوو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.