څو ورځې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مې غونډې افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه يوه ناسته جوړه کړه او ځينو برخه والو د افغان ښځو پر حقه حقونو خپلې اندېښنې څرګندې کړې. چيني استازي په دې ناسته کې غږ کړی چې نړيواله ټولنه دې د مساواتو او درناوي پربنسټ د افغان حکومت هڅونه او لارښوونه وکړي چې په تدريجي توګه د ښځو او ماشومانو حقونه تضمين او پياوړي کړي.
د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه ويلي، د چين حکومت تل د ښځو حقونو تضمين ته په درنه سترګه ګوري. موږ دې ته پام کړی چې افغان حکومت څو ځلې ښځو ته پر درناوي او د دوی د حقونو پر ساتلو ټينګار کړی. هيله مند يوو چې افغان لوری خپلو کړو ژمنو ته د عمل جامه ور واچوي، د نړيوالې ټولنې اړوندې اندېښنې ته دې په درنه سترګه وګوري او له اړوندو خواوو سره دې په دوستانه سلامشورې ستونزې ليرې کړي.
نوموړي دا هم وويل، نړيواله ټولنه دې په دې هم پوه شي چې د ښځو حقونه د افغانستان مسئلې پوره بڼه نه ښکاري او د دغې مسئلې سرچينه هم نه ده.
د ده په خبره، نړيواله ټولنه بايد د افغانانو پر وړاندې تر ټولو بيړنۍ ستونزې ته پام وکړي، د افغانتسان بيا رغونه دې پرمخ بوزي، افغانانو ته دې زياتې ګټې ورسوي او د افغانانو رښتيني بشري حقونه دې خوندي وساتي. چين د افغانستان د ګاونډي او مسؤلانه هېواد په توګه غواړي له نړيوالې ټولنې سره افغانستان ته دوامدارې مرستې برابرې کړي او د دغه هېواد د بيا رغونې او د بشري حقونو د ساتلو په پار مثبت رول ولوبوي.