د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د لبنان او اسرائیل ترمنځ روان کړکېچ مخ پر زياتېدو بللی او اندېښنه يې ښودلې، چې ښايي د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ روان کړکېچ نور هم زيات او سيمې ته وغځيږي.
اسرائیلي ځواکونه او د لبنان حزب الله وسله واله ډله له یوې مودې راهيسې یو پر بل پر له پسې بریدونه کوي.
ګوټرېش د روانې میاشتې په ۲۲مې نېټې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د موقتي پولې پر وضعیت اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ترمنځ د دښمنۍ او عملیاتو په زیاتېدو سره به لبنان پر يوې بلې غزې واوړي.