د امریکا د استازو جرګې مشر مايک جانسن د سپتمبر په ۲۲مې نېټې د تخصیص يا د پيسو ورکولو یوه نوې لایحه اعلان کړې، چې له مخې به یې د دغه هېواد د حکومت فنډونه د ډسمبر تر ۲۰مې نېټې پورې په اوسنۍ کچې وساتل شي.
د امریکا د استازو جرګې استازي به د سپتمبر له ۲۵مې نېټې مخکې یادې لایحې ته رایه ورکړي او د همدې میاشتې له ۳۰مې نېټې مخکې به يې مشرانو جرګې ته وليږي.