اروپايي ټولنې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه
CMG2024/09/23 10:19:10
شريکول:

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لوړپوړي استازي جوسیپ بوریل فونتلیس د سپتمبر په ۲۲مې  نېټې د لبنان او اسراییل ترمنځ د شخړې او لوی بشري ناورین د مخنيوي په پار د پولې دواړو غاړو کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

 بوریل په همدې ورځ په یوې اعلاميې کې په لبنان کې د وضعیت د سختېدو په اړه ډېره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې نړيواله ټولنه باید د ډیپلوماتیکو اړيکو، منځګړیتوب او نورو هڅو له لارې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ممکنې جګړې مخنیوی وکړي.

په لبنان کې د روانې میاشتې په ۱۷مې او ۱۸مې نېټې د پېجرونو( يو ډول مخابراتي وسيله) پرله پسې چاودنې وشوې، چې له امله یې ۳۷ تنه ووژل شول او نژدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شول.