دوې مياشتې مخکې په شانګهای کې د فوډان پوهنتون يو ورکشاپ جوړ کړی دی. فوډان پوهنتون د ځايي مېلمه پالنې د دود په توګه د ورکشاپ ټولې ډلې ته په هوانګپو سيند کې د کوچنۍ بېړۍ چکر ورکړ. دا نو ماښام ناوخته و او مېلمنو په څراغونو د ښکلي شوي ښار او اسمان څکو ودانيو له منظرو خورا ډير خوند واخيست.
يو امريکايي استاد چې د لومړي ځل لپاره شانګهار ته راغلی و، د ښکلو منظرو ليدلو بيخي حيران کړی و. هغه وويل، نيويارک د شلمې پېړۍ لويه نښه ده خو دا ښار د يوويشتمې پېړۍ کړکۍ ده.
د امريکايي استاد له لوري د چين د لاسته راوړنو په تړاو دغه اعتراف تر ډيرو اقتصادي او ټولنيزو احصائيو ډير قانع کوونکی و.
د چين د ولسي جمهوريت له تأسيسېدو وروسته ۷۵ کلونه يوازې د برياليتوبونو او لاسته راوړنو کلونه نه وو. ياد کلونه د سخت کار او زيار کلونه هم وو. د چين برياليتوب يوازې د خولو په بيه نه دی ترلاسه شوی بلکې اوښکې هم پرې تویې شوې دي.
تېروتنه مه کوئ. هغه ودانۍ چې په شانګهای کې د فوډان پوهنتون مېلمنو وليدې د ټول چين استازيتوب نه کوي. لا هم د چين د مختلفو سيمو تر منځ توپير شته. د دې لپاره چې د دغه هېواد يو جامع انځور ووينئ نو بايد د ګويژو او ګانسو ولايتونو په څېر سيمو ته ولاړ شئ. سره له دې هم نه په ګويجو او نه هم په ګانسو ولايتونو کې تاسو هغسې کثيفې سيمې ليدلی شی چې د نيويارک ښار په سوت برونکس يا د شيکاګو په ويسټ سايډ کې پريمانه ليدل کېدای شي.
په دې ورځو کې د نړيوالو کارپوهانو تر منځ په دې تړاو تاوده بحثونه روان دي چې چين به کله له اقتصادي پلوه تر متحدو ايالتونو مخکې شي. دې پوښتنې ته ځواب تر ډيره بريده د څېړنې د ميتودولوژۍ په ډول، شته احصائيو او ګڼو نورو عواملو پورې تړلی دی چې غالباً د تحليلوونکو علايق او سياسي اړخ نيونې منعکسوي. پر دې سربېره هم ګڼ شمېر فرضيې وړاندوينه کوي چې د چين او متحدو ايالتونو تر منځ په کليدي ساحو کې واټن د وخت په تېرېدو سره مخ پر کمېدو روان دی.
له دې ټولو سره سره د چين راتلونکې د يوې هوارې لویې لارې په څېر نه بلکې د هسک او ټيټ سړک په څېر ده چې ګڼ شمېر لوړې ژورې، توندې چوړایۍ او حتا يوټرنونه لري. پر وړاندې یې اقتصادي، ټولنيزې، ټکنالوژيکي، جيوپوليټيکي او نورې ننګونې ډيرې او پېچلې دي. دا شونې نه ده چې پر يوه لوی پرمختللي، هوسا، پياوړي، ډيموکراټيک او له کلتوري پلوه غني سوسياليستي هېواد د بدليدو په لاره کې له شته خنډونو او آن ماتو انکار وکړو.
که څه هم نه پوهيږو چې په راتلونکي کې به څه پېښيږي خو د چين له تاريخي بريالتوبه انکار هم نه شو کولی. د دې برياليتوب په اړه تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې د پر مخ بېولو لپاره یې له وارداتي پراختيايي ماډل څخه ګټه نه اخيستل کيږي بلکې د ملي شرايطو په پام کې نيولو سره ورته يو ځانګړی ماډل پر کار اچول شوی دی.
د چين د کمونېست ګوند د رهبرانو له ډلې هېڅ يو هم د هاروارډ پوهنتون ډيپلوم نه لري او نه هم د پیسو له نړيوال صندوق يا د بيارغونې او پراختيا لپاره له نړيوال بانک سره تړلې کاري تجربې لري. د دې پر ځای دوی له حقيقتونو واقعيتونه زده کړي او په هېڅ راز شرایطو کې یې له واقعيتونو سترګې نه دي پټې کړې؛ که څه هم په ځينو وختونو او ځينو شرايطو کې د يادو واقعيتونو منل او زغمل اسانه کار نه و.
د چين برياليتوب موږ ته دا را زده کوي چې نور ملتونه بايد د چين ماډل کاپي نه کړي بلکې پر ځای یې د ځان لپاره ملي ماډل جوړ کړي. هر ملت، لوی وي که کوچنی، فقير وي که امير، په نړيوال شمال کې واقع وي که په نړيوال سويل کې بايد د خپل تقدير لارښود او د خپلې راتلونکې جوړوونکی وي.