د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيوګوټرېش د سپتمبر په ۲۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې اندېښنه او مايوسي څرګنده کړې، چې د اسرائيل او لبنان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د بريدونو له امله ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او کړکېچن وضعيت يې نور هم په سختېدو بللی دی.
نوموړي له دواړو هيوادونو غوښتي، چې زغم او حوصله وساتي او په ډيپلوماتيکو لارو چارو خپلمنځي ستونزې حل کړي.
اسرائيلي ځواکونه د تېر کال له اکتوبر راهيسې پر لبنان بريدونه کوي، چې له امله یې زرګونه کسان بې ځايه شوي او د لبنان حزب الله وسله وال هم پر اسرائيل مسلسل ګوزارونه کوي.
ګوټرېش د لبنان او اسرائيل ترمنځ د پولې په دواړو غاړو کې د ملکي خلکو د خونديتوب په اړه سخته اندېښنه ښودلې او د هر هغه ډول اقداماتو غندنه يې کړې، چې پکې ملکيانو ته د سر او مال زيانونه رسيږي.
ګوټرېش په اعلاميې کې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د امنیت شورا ۱۷۰۱م پرېکړه ليک ته ژمن پاتې شي او د وضعيت د ارامولو لپاره دې سمدلاسه دوښمنانه کړنې پای ته ورسوي.