د لبنان عامې روغتيا وزارت د سپتمبر په ۲۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو په همدې ورځ د لبنان په يو شمېر ځايونو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپيان شوي دي.
په وژل شويو کسانو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ ښځې هم شاملې دي.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په عمده توګه د لبنان پر جنوب او ختيځ هوايي بريدونه ترسره کړي دي.
د اسرائيل د ملي دفاع وزارت وياند د سپتمبر په ۲۳مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان د حزب الله پر وسله والو پراخ هوايي بریدونه کړي او څه باندې ۱۳۰۰ موخو يې په نښه کړې دي.