چين ميډيا ګروپ د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې په وياړ د مکسيکو په مکسيکو ښار کې " زما د چين کيسه" ځانګړی فعاليت ترسره کړی دی.
دغه فعاليت ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتو مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های سونګ ويډيويي وينا کړې ده.
په دغه فعاليت کې په مکسيکو کې د چين لوی سفير جانګ ژون، د مکسيکو د سنا مجلس د اسيا او ارام سمندري سيمې کمېټې رئيس ايډکول پوليونسکي، د عوامو مجلس د چين او مکسيکو د دوستۍ ټيم پخواني مشر البتو ويليګاس او په چين کې د مکسيکو پخواني سفير سيرګيو لي لوپيز په ګډون کابو ۱۰۰ شخصيتونو ګډون کړی و.