د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د حکومتوالۍ ملي اکاډمۍ د شینجيانګ د حکومتي کادرونو د کورس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت خبرې کړي او د دغه کورس جوړونه يې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې يوه مهمه پرېکړه بللې ده.
نوموړي ويلي، دغه کورس له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د کمونېست ګوند او د هېواد له ودې سره پرمختګ کوي او غوره کادرونه يې روزلي دي او د شينجيانګ د کادرونو د روزنې، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د ټولنې د ثبات لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.