د چين مرکزي بانک پولي ارګانونو ته د ارزانو کورونو د زياتولو په پار د پورونو کچه له ۶۰٪ څخه ٪ ۱۰۰ ته لوړوي
CMG2024/09/24 16:05:31
شريکول:

د چين د مرکزي بانک يا ولسي بانک مشر پان ګونګ شنګ د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې دغه بانک به پولي ارګانونو ته د ارزانو کورونو د زیاتولو په پار د پورونو کچه له ۶۰٪ څخه ٪ ۱۰۰ ته لوړه کړي، څو بانکونه او کوراخيستونکي سکټورونه د ارزانو کورونو د زياتولو او د سوداګريزو کورونو د موجودي لیست د کمولو په برخو کې زیات رول ولوبوي.